په مزار شریف کې د کتابونو نندارتون

Your browser doesn’t support HTML5

په مزار شریف کې د چهار شنبې په ورځ د کتاب د اونۍ په مناسبت د کتابونو یو نندارتون پرانستل شو، چې پکې په زرګونو کتابونه ایښودل شوي دي. دا نندارتون د اطلاعات او کلتور وزارت په سپارښتنه پرانستل شوې او هدف یی هم د کتاب مطالعې ته د ځوانانو د پام اړول دي. په افغانستان کې د ثور د میاشتې وروستۍ اونۍ د کتاب د مطالعی په نامه لمانځل کیږي، تر دې مخکې د شمال په ځینو نورو ولایتونو کې هم دا ډول نندارتونونه پرانستل شوي وو.