د امریکا، ایران او روسیې غېږنیوونکي په ګډه په ملګروملتو کې څرګند شول چې د دې لوبې پر اهمیت ټینګار وکړي.
د درو هیوادونو د غېږنیونې ټیمونه، چې اوس په نیویارک کې دي، هیله لري چې د المپیک پر نړیوالې کمېټې به فشار راوړي چې د دوی لوبې ته د المپیک په سیالیو کې اجازه ورکړي.
د المپیک د نړیوالې کمېټې د اجراییه څانګې پنځلس غړیو د فبرورۍ په میاشت کې د ۲۰۲۰ کال د المپیک لوبو له پروګرامه د غېږنیونې لوبه وایستله.
د دوی دې پرېکړې د دې سپورت د مینه والو اعتراضونه وپارول.
کمېټه به د سپټمبر په میاشت کې د ارجنټاین په بوینس آیرس کې په دې اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.