"په ولسي جرګه کې د مالیې د وزیر خبرې د حکومت یوه توطیه وه"

یو شمېر افغان کارپوهان په دې نظر دي، چې په ولسي جرګه کې د مالیې د وزیر پرونۍ خبرې د حکومت یوه توطیه وه او غواړي چې له دې لارې ولسي جرګه تر فشار لاندې راولي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی او سیاسي کارپوه داود سلطانزوی وایي، د مالیې وزارت د دیرشو مفسدو وکیلانو نومونه له ځان سره لري، خو هغه ټول یې د دې لپاره افشا نه کړل چې د ده په خبره د یوې بلې سیاسي لوبې پرمهال ګټه ورڅخه واخلي.

ښاغلي سلطانزوی مني، چې په ولسي جرګې کې فساد موجود دی، خو وایي حکومت او په ځانګړې توګه د مالیې وزارت باید دغه مساله ډیر پخوا افشا کړې وه.

له دواد سلطانزوي سره په دې اړه د ازادي راډیو خبریال اسدالله لودین مرکه کړې.

Your browser doesn’t support HTML5

له داود سلطانزوی سره مرکه