د روسیې جمهور رییس ولادمیر پوتین د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د تورې بحیرې په سوچې ښار کې خبرې پیل کړې.
پوتین د نن ورځې د غونډې په پیل کې وویل، د دوی خبرې به په خاص ډول د سوریې په اړه وې.
تمه ده چې نتنیاهو به د مسکو له خوا د سوریې حکومت ته د S-300توغندیو ضد سیستمونو د ورکولو د پلان په اړه اندیښنه څرګنده کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي چې؛ دا معامله به بې ثباتي رامنځ ته کړي.
نتنیاهو په داسې حال کې د روسیې له جمهور رییس سره ګوري چې؛ د سوریې د شخړې د سیاسي حل په مقصد له مسکو سره نوې ډپلوماټیکي هلي ځلې پیل شوي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکیمون به هم د اوونۍ په وروستیو کې مسکو ته لاړشي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ویلې وو؛ چې د سوریې په اړه د مسکو او واشنګټن په ملاتړ خبري ممکن د جون میاشت کې پیل شي.