ترکي چارواکي وایي، چې هغه جت جنګي الوتکه چې د سوریې پولې ته نژدې ورکه شوې وه، راغورځیدلې ده.
د ترکیې د عثمانیې والي "جلالیتین جراح" پرون ناوخته وویل چې؛ د ژغورنې ډلو د اف ۱۶ الوتکو ټوټې د دې ولایت په یوې غرنۍ سیمه کې چې د سوریې له پولې شاوخوا ۵۰ کیلومتره واټن لیري، موندلې دي.
هغه وویل، د ژغورنې ډلې تراوسه پورې د الوتکې د پیلوټ د پیداکولو لټه کوي چې د اړیکو ترپرې کېدو مخکې یې له الوتکې ځان الوزولی و.
دا نه ده روښانه چې، د الوتکې د راغورځېدو علت څه دی.
په تیرې جون میاشت کې سوریې یوه ترکي اف څلور اکتشافي الوتکه د سوریې په سواحلو کې رانسکوره کړې وه.
د مشق ویلي وو، چې که څه هم نه پوهیدل چې دا ترکي الوتکه ده خو دا کاریې له خپل ځان څخه د دفاع په هدف کړی؛ خو انقرې ویلي چې، د الوتکې هویت معلوم و او په نړیوال هوایي قلمروکې یې الوتنه کوله.