بنیامین نتانیاهو به سبا په روسیه کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو به سبا په روسیه کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

د کریملن چارواکي وايي، چې د سوریې وضعیت به د دواړو د خبرو په سر کې وي. په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

دې رپوټونو چې د مسکو حکومت غواړي د بشارالاسد رژیم ته د مزاییلو دفاعي سیسټم (S-300) ورکړي اسراییل او یو شمیر نورو هیوادونو ته اندیښنې پيدا کړې دي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت وايي چې د داسې معاملې ترسره کیدل په سیمه کې بې ثباتي رامنځ ته کولای شي.