د ایران د اساسي قانون د څارنې اداره وايي، چې د انتخاباتو د قانون د تر پښو لاندې کولو په تور به د جمهور ریس محمود احمدي نژاد پر ضد اسناد را غونډ کړي.
ټاکل شوې چې د را روانې میاشتې (جون) په څوارلسمه نیټه په ایران کې د جمهوري ریاست انتخابات وشي. د ایران جمهور ریس محمود احمدي نژاد د قانون له مخې نه شي کولای چې دریم وار د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندید کړي.
خو احمدي نژاد د شنبې په ورځ له خپل مرستیال اسفندیار رحیم مشايي سره د کاندیدانو د نوم د ثبتولو مرکز ته تللی وو.
د ایران دولتي ټلویزیون پرون د دې هیواد شورای نګهبان د یوه ویاند په حواله وویل چې جمهور ریس احمدي نژاد د خپل مرستیال سره یو ځاي د انتخاباتو مرکز ته په تګ قانون تر پښو لاندې کړی دی.
د ایران د شورای نګهبان ویاند عباس علي کدخدايي ویلي چې د جمهور ریس پر ضد شوې ادعاوې به سترې محکمې ته واستول شي.
د ده په وینا ، احمدي نژاد د مجرم پيژندل کیدو په صورت کې په شپږ میاشتې بند یا ۷۴ درو محکومیدلای شي.
په ایران کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو لست شورای نګهبان ته استول شوی او وروسته به دا پریکړه اعلان کړي چې کوم کاندیدان په انتخاباتو کې برخه اخیستلای شي.