د خاص کونړ سلګونه تنو اوسیدونکو نن د پاکستان پر خلاف مظاهره وکړه

د خاص کونړ سلګونه تنو اوسیدونکو نن په افغانستان د پاکستان له لوري د توغندیو او په ګوشته ولسوالۍ کې د پاکستان د پرمختګ پر خلاف مظاهره وکړه.

په سیمه کې د آزادۍ راډیو د خبریال د معلوماتو له مخې مظاهره کوونکو د پاکستان د حکومت پر ضد شعارونه ورکول او د دې هیواد له نوي حکومت نه یې وغوښتل چې نور د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه ونکړي.

دوی همدا راز له نړیوالې ټولنې وغوښتل څو په پاکستان فشار راوړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه ونه کړي.

د خاص کونړ ولسوال محمد رحمان دانش آزادۍ راډيو ته ویلي چې مظاره سوله ییزه ده او د یو ساعت لپاره یې د موټرو او خلکو پر مخ د کابل تورخم لویه لاره تړلې وه.