فلیپ هاموند له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا له وتلو څخه ملاتړ اعلان کړ

د برتانیا دفاع وزیر فلیپ هاموند پرون په څرګنده له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد له وتلو څخه ملاتړ اعلان کړ.

نوموړی دوهم برتانوی وزیر دی چې په ښکاره له دې طرحې څخه ملاتړ کوي. هاموند پرون په یوه مرکه کې وویل، صدراعظم دیوید کمېرون ته باید دا چانس ورکړل شي چې له اروپايي ټولنې د برتانیا د وتلو د کمپاین له پیلولو مخکې د خپل هېواد لپاره ځینې صلاحیتونه بېرته ترلاسه کړي.

د برتانیا د پوهنې وزیر مایکل ګووې Micheal Gove له هاموند مخکې له اروپايي ټولنې د برتانیا د وتلو ملاتړ کړی و.
کمېرون د اروپايي ټولنې د بحثونو پرسر په خپل محافظه کار ګوند کې له یوه پاڅون سره لاس ګرېوان دی.

د پارلمان نژدې سل تنه محافظه کار وکیلان د هغو اقداماتو لپاره د چارشنبې په ورځ رایې ورکولو ته چمتو ښکاري چې د حکومت پر دې اعلان چې د روان کال په لومړیتوبو کې په اروپايي ټولنه کې د برتانیا د غړیتوب لپاره نظرپوښتنه نه وه شامله خواشیني ښيي.

کمېرون دا نظرپوښتنه په ۲۰۱۷ کال کې غوښتې ده هغه هم په هغه صورت کې چې د ده ګوند د ۲۰۱۵ کال عمومي انتخابات وګټي.