د افغانستان، امریکا او هند مشرانو پاکستان ته د پارلماني انتخاباتو د ترسره کېدو مبارکي ویلې ده.
د جمهوري ریاست د رسمي ویبسایټ د خبر له مخې افغان ولسمشر حامدکرزي له نوازشریف سره په تلفوني خبرو کې په انتخاباتو کې د مسلم لیګ ګوند د بریا په خاطر ده ته مبارکي وویله.
خبر زیاتوي، چې ولسمشر کرزي همدا راز د افراطي ډلو له حملو سره سره په دې انتخاباتو کې د خلکو د پراخ ګډون ستاینه وکړه.
ولسمشر بارک اوباما د سپینې ماڼۍ له خوا په خپاره شوي بیان کې ویلي، واشنګټن چمتو دی چې د یو باثباته او خوندي پاکستان او ددې هېواد د خلکو د سوکالۍ لپاره له هغه نوي حکومت سره چې په پاکستان کې جوړېږي ګډ کار وکړي.
همداراز د هند صدراعظم منموهن سنګ له نوازشریف سره په یوه ټلفوني تماس کې د ده د بریالیتوب مبارکي ویلي او بلنه یې ورکړې چې له پاکستان څخه لیدنه وکړي.
د هند د صدراعظم د دفتر له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې ښاغلي سنګ د پاکستان له نوي حکومت سره د همکارۍ او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښېګڼې په مقصد د یوې نوې طرحې له رامینځ ته کولو سره خپله لېوالتیا نوازشریف ته څرګنده کړه.