د افغانستان د کرکټ نولس کلن اتلان
Your browser doesn’t support HTML5
د افغانستان د کرکټ نولس کلنو ملي لوبغاړي د یکشنبې په مازدیګر د آسیا له ایلیټ کپ جام سره کابل ته ورسیدل.
د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي چې، افغانستان په مالیزیا کې د ۲۰۱۳ کال آسیايي ایلیټ کپ سیالیو د ګټلو تر څنګ وکړای شول د ۲۰۱۴ کال نړیوال جام ته هم ووځي.
د دغو ملي لوبغاړو د هرکلي لپاره د کرکټ په مینه والو سربېره ګڼشمېر رسنۍ او ژورنالیستان هم ورغلي وو.
د ازادي راډیو خبریال محمد عارف لودین د کابل نړېوال هوايي ډګر ته تللی او دا ویډیويي راپور ته چمتو کړی دی.