د امريکا پوځي اډې، د افغانستان په خير که تاوان؟

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په کابل پوهنتون کې وویل چې د امریکا متحد ایالتونه له افغانستانه د نهو پوځي اډو غوښتنه کوي.
د ده په وینا امریکا امریکا غواړي چې په کابل، بګرام کندهار، مزارشریف، جلال اباد، ګردېز، کندهار، هلمند، شینډنډ او هرات کې اډې ولري.
ده همداراز وویل، افغانستان له امریکا څخه دا وعده غواړي چې په افغانستان کې به سوله او امنیت راولي، افغان امنیتي ځواکونه به پیاوړي کوي او له افغانستان سره به د اوږدمهالو اقتصادي مرستو ژمنه کوي.
خو د امریکا حکومت د ښاغلي کرزي د څرګندونو په غبرګون کې وویل، امریکايي پوځیان به یوازې هغه مهال له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاتې شي چې د افغانستان حکومت ورڅخه وغواړي او واشنګټن په دې لټه کې نه دی چې په دغه هیواد کې دایمي اډې ولري.
د ولسمشر کرزي پر څرګندونو ځینو لوېدیځو رسنیو په خپلو تبصرو کې ویلي چې امریکا پرې خپه شوې ده.
ځینو لوېدیځو ورځپاڼو لیکلي چې د افغانستان ولسمشر دا اعلان په مناسب وخت کې نه دی کړی او کېدای شي چې د افغانستان د کاونډیانو عکس العمل وپاروي.
خو په عین حال کې ځیني باور لري چې دا اعلان به هغه هیوادونه د افغانستان په اړه په خپلو سیاستونو کې بیاکتنې ته اړ باسي چې فکر کوي له افغانستانه د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه وځي او باید په دغه هیواد کې د خپل نفوذ لپاره هلې ځلې زیاتې کړي.
ایا د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي هدف هم دا و؟ دا هغه مسله ده چې زموږ درانه مېلمانه به پرې بحث وکړي.
دغه راز به په دې هم د دوی نظر وپوښتو چې په افغانستان کې د امریکايي اډو موجودیت د افغانستان لپاره څه مثبت یا منفي نتیجې لرلی شي.

Your browser doesn’t support HTML5

تر شنه اسمان لاندې