د روسیې او بریتانیا مشرانو د سوریې د کړکېچ د پای ته رسولو په اړه خبرې کړي

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي، په سوريه کې د کړکېچ د پای ته رسېدو لپاره يې د بريتانيا له صدراعظم ډېوېډ کامرون سره پر ممکنه اختياراتو او ګډو اقداماتو خبرې وکړې.

پوتين په سوچي کې له کامرون سره تر خبرو وروسته وويل پر عملي اقداماتو خبرې وشوې، خو ده په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.

خو د روسيې ولسمشر وويل سوريه بايد خپله خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتيا وساتي:

”موږ په هغه هېواد [سوريه] کې په بيړه د تاوتخوالي په ختمولو، د خپلواک او نه بېلېدونکي هېواد په توګه د سوريې د ساتنې لپاره په سوله ييز حل کې ګډه ګټه لرو“

په همدې حال کې د بريتانيا صدراعظم ډېوېډ کامرون وويل له روسيې سره يې موافقه وکړه، چې دوى بايد د شخړې د سوله ييز حل لپاره فعالانه مرسته وکړي:

”د روسيې ولسمشر او ما موافقه وکړه چې د ملګرو ملتونو د دايمي غړو په توګه بايد د دې پروسې په پرمخ بېولو کې مرسته وکړو. په سيمه او له سيمې ورهاخوا به له شريکانو سره کار کوو، چې [د سوريې] رژيم او اپوزيسيون د خبرو لپاره پر يوه مېز سره جرګه کړو، خو بريتانيا، روسيه، امريکا او نور هېوادونه به د يوه داسې انتقالي حکومت په جوړولو کې مرسته کوي، چې د سوريې ټول خلک ورباندې باور کوي، چې دغه حکومت به يې ساتنه کوي“

بريتانيا د سوريې د ياغيانو ملاتړ کوي او غواړي د اروپايي ټولنې له خوا ياغيانو ته د وسلو پر لېږد بنديز ليرې شي. دا په داسې حال کې ده چې روسيه له اوږدې مودې راهيسې د سوريې د رژيم متحده ده او وسلې ورته برابروي.