په داسې حالکې چې په پاکستان کې سبا عمومي انتخابات کیږي، چې نن هم د دې هیواد په مختلفو ښارونو کې نن چاودنې شوې دي.
د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشا کې نن په چاودنه کې درې تنه ووژل شول. په کویټه کې هم د پاکستان پيپلز ګوند یوه سیمه ییز دفتر ته نږدې په چاودنه کې نن پينځه تنه زخمیان شول.
په خیبر پښتونخوا کې یوه پاکستاني پوځي طحه الطاف نن رویټرز خبري اژآنس ته وویل:
"دا د پاکستان د پوځ مسولیت دی چې له هر ډول فشار پرته د انتخاباتو د عادلانه او ازادانه تر سره کیدو زمینه برابره کړي او خلکو ته امنیت ټينګ کړي تر څو هغوي دباندې ووزي او رایی ورکړي.
د پاکستان د پخواني صدراعظم یوسف رضا ګیلاني زوي علي حیدر ګیلاني تر اوسه هم لا درکه دی. علي حیدر ګیلاني پرون په ملتان ښار کې وسله والو کسانو وتښتاوه.
پاکستاني طالبانو د پاکستان پيپلز ګوند، د دې ګوند عمده متحدینو عوامي نشنل ګوند او متحده قومي غورځنګ ته هم ګواښ کړی دی.
په تیره یوه میاشت کې لږترلږه ۱۱۰ تنه په پاکستان کې پر انتخاباتي کمپاینونو په حملو کې وژل شوي دي.