سپینه ماڼۍ وايي چې، امریکايي ځواکونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته یوازې د افغانانو د بلنې په صورت کې په افغانستان کې پاتې شي.
د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني Jay Carney پرون وویل؛ له ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور یوازینی هدف د افغان ځواکونو روزنه او د القاعده شبکې د پاتې شونو ځپل وي.
کارني زیاته کړه چې، په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو مساله به د کابل او واشنګټن دوه اړخیز امنیتي تړون چې؛ اوس مهال یې پر جزییاتو خبرې روانې دي؛ حل کړي.
ولسمشر حامد کرزي پرون څرګنده کړه چې؛ که چېرته امریکا د افغان ځواکونو د روزنې او د افغانستان د اقتصادي رغونې په برخه کې د ده شرایط ومني؛ نو دی به په مقابل کې په افغانستان کې د نهو پوځي اډو ضمانت ورته وکړي.