د بریتانیا او روسیې ولسمشران د سوریې د بحران په اړه غونډه کوي

په پام کې ده چې د سوریې بحران به د برتانیې له صدراعظم دېوېډ کمېرون سره د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین د خبرو د اجنډا په سر کې وي.

ټاکل شوې چې دواړه مشران نن د روسیې د تورې بحیرې پر غاړه په "سوچي ښار کې کتنه سره وکړي.

برتانیا چې د بشارالاسد د رژیم د مخالفانو ملاتړ کوي؛ غواړي چې، د اروپايي ټولنې له خوا سوریې ته د وسلو پر استولو لګول شوی بندیز لغو شي؛ خو روسیه له ډېرې مودې راهیسې د سوریې متحد هېواد دی او وسلې ورته چمتو کوي.

ښاغلي کمېرون د امریکا او روسیې د هغه نوښت هرکلی کړی چې؛ د سوریې د جګړې له ټولو ښکېلو اړخونو څخه یې په یوه کنفرانس کې د ګډون غوښتنه کړې.

د سوریې د اپوزیسیون اصلي ډلې - ملي ایتلاف د ولسمشربشاراسد د رژیم په ګډون د هرراز خبرواترو په اړه شک څرګند کړی.