په پکتیکا ولایت کې درې تنه وسلوال مخالفین نیول شویدي

د پکتيکا ولايت اړوند په شکين او خيرکوټ ولسواليو کې د دوو جلا جلا نښتو پر مهال يو تن وسلوال وژل شوی او درې تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

دپکتیکا ولایت دمطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي : نن سهار نږدې لس بجې د پکتيکا ولايت په شکين سرحدي ولسوالۍ کې افغان پوله ساتو ځواکونو د یوه کمين په ترڅ کې یو تن وسلوال مخالف وواژه.

په اعلامیه کې زیاته شوې،چې نن غرمه مهال وسلوالو مخالفينو د پکتيکا ولايت خيرکوټ ولسوالۍ د بلوخیلو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر ګزمه بريد وکړ، سيمې ته افغان امنیتي ځواکونه د سيمه ييزو پولیسو مرستې ته ورسیدل، چې له لنډې نښتې وروسته درې تنه وسلوال له خپلو وسلو او مهماتو سره يو ځای ژوندي ونيول شول.

په اعلامیه کې راغلي،چې پدې دواړو نښتو کې ملکي وګړو او يا افغان ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نده اوښتې.
دیادو نښتو په اړه ددولت کومې وسلوالې مخالفې ډلې څه ندي ویلي.

دا پداسې حال کې ده چې پرون ورځ هم په دوو جلا،جلا بمي چاودنو کې 16تنو ددولت وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.