جان کري: بشارالاسد باید په سوریې کې د یوه سیاسي حل د رامنځته کیدو لپاره له واکه لاس واخلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وایي، متحد ایالتونه باور لري چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد باید په سوریې کې د یوه سیاسي حل د رامنځته کیدو لپاره له واکه لاس واخلي.

جان کري دا خبره نن په روم کې د ایټالیا له بهرنیو چارو وزیر سره د غونډې ترڅنګ خبریالانو ته وکړه.

د پنجشنبې په ورځ له ماسکو څخه د لیدنې پر مهال جان کري د روسیې له مشرانو سره موافقه وکړه چې له شپږ ویشت میاشتو راهیسې په سوریې کې د راپیدا شویو شخړو د پای ته رسیدو لپاره یو نوی نړیوال کنفرانس جوړ شي.

جان کري او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل چې دا کنفرانس به د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې جوړ شي.