د بنګله دیش د جنګي جرمونو محاکمې د یوه اسلامي ګوند یو مشر په اعدام محکوم کړ

د بنګله دیش د جنګي جرمونو محاکمې د یوه اسلامي ګوند یو مشر د ډله ییزې وژنې او د ملکیانو د ځورونې په تور په اعدام محکوم کړ.

د جماعت اسلامي مرستیال محمد قمرالزمان د دې ګوند څلورم مشر دی چې د بنګله دیش د خپلواکي د جګړې پر مهال د خلکو پر وژنه او ځورونه تورن شوی دی، خو په خپله قمرالزمان دا تورونه رد کړې دي.

امنیتي ځواکونه د محاکمې بهر ځای پرځای شوي، څو شخړه رامنځته نه شي.

د جنوري او مارچ په میاشتو کې د بنګله دیش د جماعت اسلامي درې نور مشران په ورته تورونو محاکمه شول او د دې محاکمو پر ضد د اعتراضونو پر مهال تر اوسه په لسګونو کسان وژل شوې دي.

له پاکستانه د بنګله دیش د خپلواکۍ د جګړې پر مهال په نولس سوه یو اویایم کال کې، چې نهه میاشتې یې دوام وکړ نژدې درې میلیونه کسان وژل شوې وو.