پاکستان ته د طالبانو ګواښ

په کونړ کې یو شمېر قومي مشران او ولایتي شورا وايي، چې ورته یو تعداد وسله والو طالبانو لیکونه رالیږلي، چې د پاکستان خلاف جنګ ته د خپلو ولسونه سره یو ځای چمتو دي او کوم ځایونه چې له افغانستانه پاکستانیو ملیشو او پوځیانو نیولي دوي به یې بیرته تري ونیسي.

د ناړۍ ولسوالۍ قومي مشر حاجي شیرمحمد ازادۍ راډیو ته وویل، په کومه ورځ چې د ننګرهارپه ګوشته کې د افغان او پاکستانیو پوځونو ترمنځ جګړه وشوه او د دوي په ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ له پرمختګ څخه د سیمي وسله وال طالبان خبر شوي له هم هغي ورځي يي دوي سره اړیکې نیولي او ورته يي ويلي، په ناړۍ کې پراته وسله وال طالبان دي ته چمتو دي چې د پاکستان خلاف خپلو خلکو سره ودریږي او کومې ځمکې چې پاکستاني پوځ نیولي د هغې درې برابره ځمکه ترې ترلاسه کړي:

"د طالبانو پیغامونه داسې دي، چې هغوي وايي موږ ټول عمر له اسلام او وطن څخه دفاع کړې، که نن هم کوم بهرني په افغانستان تیری کوي موږ يي مقابلې ته تیار یو.

طالبان وايي، د باټاش په ساحه کې د پاکستان څومره مخکې راغلي د هغې درې چنده به يي شاته کړو."


د کونړ ولایتي شورا غړی حاجي نصرالله خان ساپی هم وايي، تیره ورځ ولایتي شورا ته د چپې درې او ناړۍ ولسوالۍ څو تنه قومي مشران او دیني عالمان راغلي و او دوي د طالبانو دا پیغام راوړی و، چې که ورته افغان دولت لاره ورکوي چې د پاکستان او افغانستان سرحدونو ته ځانونه ورسوي نو دیته چمتو دي چې د پاکستاني پوځ په ضد وجنګیږي:

"د طالبانو خلص پیغام دا دی، چې موږ يي رالیږلي یو، چې که افغان دولت موږ ته لار راکوي موږ تیار یو پاکستان سره جګړه وکړو، ګوشته به یوازې شرط نه وي د هېواد هره برخه کې چې اړتیاوې موږ هلته ځو او له خپلو سرحدونو او خلکو دفاع کوو."

نصرالله خان وايي، وسله وال طالبان باید دا خبره په عملي میدان کې ثابته کړي او د خپلو ورونو خلاف دې لومړی بریدونه بند کړي:

"طالبان باید په حقیقت کې ثابته کړي، د سولې طرف ته راشي او د خپلو ورونو سره دی یوځای شي."

له کومې ورځې چې په ګوشته کې د پاکستان د پوځ له خوا د دروازې جوړولو له امله په سیمه کې د پرتو افغان سرتیرو او د پاکستانیو پوځونو ترمنځ حالات خراب شوي، هلته پرتو ځواکونو دوه ځلي جګړه هم کړي چې په کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې، نو له هم هغې ورځې وروسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پاکستان خلاف مظاهرې روانې دي.

حزب اسلامي هم د پاکستان له خوا د افغانستان په خاوره کې د پوستو جوړول غندلي.

ولسمشر کرزي له خپلو ټولو وسله والو مخالفینو غوښتي چې باید نور د افغاني ځواکونو په ځای د خپلو ټوپکو خولې خپل اصلي دښمن ته واړوي، د افغان دولت او خلکو ترڅنګ دې ودریږي.

په کونړ کې په شوو غونډو او مظاهرو کې هم د خلکو غوښتنه له وسله والو طالبانو همدا وه، چې باید په هېواد کې دننه جنګ بند کړي او د خپلو امنیتي ځواکونو سره دې یوځای د پاکستانیو سرتیرو د پرمختګ مخه ونیسي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په رسمي ډول د ولسمشر کرزي او خلکو غوښتنني ته کوم مثبت ځواب نه دی ورکړی.

کار پوهان وايي، که چیرته په ناړۍ او چپه دره کې د طالبانو له خوا شوې ژمنه رښتیا وي او عملي بڼه ورکړل شي نو دا به د پردیو په خلاف د افغانانو د یووالي ښه بیلګه وي.