په تیرو لسوکلونو کې ۶۰۰تنه ژورنالستان وژل شوي

د ملګروملتونو سازمان وایې، چې په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان په ګډون په ناامنو هېوادونو کې څه باندې شپږ سوه تنه ژورنالستان د کار پرمهال وژل شوي دي.

د دې سازمان چارواکو د سې شنبې په ورځ په کابل کې د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې کې د ژورنالستانوپر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو او د عاملینود معافیت له امله یې اندیښنه څرګنده کړه.

د افغانستان د ژورنالستانو فدراسیون هم وایې، چې په تیرو څلورو میاشتو کې د خبریالانو پر ضد په دې هېواد کې د تاوتریخوالي نږدې دیرش پیښې ثبت شوي دي.

جزییات د حاجرې مراد په راپور کې اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

د حاجرې مراد راپور