په خیبرپښتنونخوا کي یوې بمي چاودنې نن د یوې اسلامي ډلې سیاست وال په نښه کړ او له امله یي لږ ترلږه اته کسان مړه او یو شمېر ټپیان شول.
سېمه اېز چارواکي عبدالحمید خټک مشال راډیو ته وویل چې حمله په هنګو ښار کي پر یوه لاریون شوي ده.
په حملې کي ایالتي اسمبلې ته د مولانا فضل الرحمن د جماعت علماي اسلام د ډلې کاندید مفتي سید جانان په نښه شوی و، خو نوموړي ته زیان نه دی اوښتی.
د دوشنبې په ورځ هم په کرمه ایجنسۍ کي د جماعت علماي اسلام د ګوند د یوه بل کاندید منېر ورکزي پر پلویانو بمي چاودنه شوي وه او مسولیت یي پاکستاني طالبانو منلی و. پدي چاودنه کي ۲۳ کسان مړه او زیات شمېر ټپیان شوي وو.
د طالبانو یوه ویاند ویلې، ورکزي د القاعده شبکي د جګ پوړو مشرانو په نیولو کي مرسته کړي ده.