جان کري د روسیې له جمهور رئیس سره د کتنې او خبرو په مقصد مسکو ته رسیدلی

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري د روسیې له جمهور رئیس ولادمیر پوتین او نورو چارواکو سره د کتنې او خبرو په مقصد مسکو ته رسیدلی او خبري به یي تر ډېره حده د سوریې او تروریزم ضد مبارزې د همکارۍ په اړه وې.

تمه ده چې کري به له روسي مشرانو سره د شمالي کوریا او ایران د اټمي ګواښونو، په افغانستان کې د انتقال ، دوه اړخېزې سوداګرۍ او د بشري حقونو په اړه هم خبرې وکړي.

جان کري، چې د فبرورۍ میاشت کې د بهرنیو چارو د وزېر په دندې ټاکل شوی، دا یي روسیې ته لومړنی رسمي سفر دی. دا پداسي حال کې ده چې د جمهور رئیس بارک اوباما اداره غواړي له روسیې سره اړیکې چې تېر کال د پوتین د بیا ټاکل کیدو له امله خړپړ شوې وو، له سره تنظیم کړي.