په کابل کې سلګونو معیوبینو اومعلولینو نن د پاکستان په ضد مظاهره وکړه.
هغوی چې د افغانستان ملي بیرغونه ورسره و او د پاکستان په ضد او د افغان ځواکونو په ملاتړ یې شعارونه ورکول ،له پاکستانیو ځواکونو سره په نښته کې د قاسم په نوم د وژل شوي یوه سرحدي پولیس له کورنۍ سره دغمشریکي په هدف ننګرهار ته روان شول.
دمظاهرې یوه تن ګډونوال صفر محمد له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې له ټولو افغانانو وغوښتل چې دپاکستان پر وړاندې سره یوموټی شي .
په تیرو څو ورځو کې د کابل په شمول په ځینو نورو ولایتونو کې هم ورته مظاهرې شوي دي.