په کرمه ایجنسۍ کې په پرونۍ چاودنه کې د وژل شویو شمیر ۱۸ ته لوړ شو

د پاکستان په کرمه ایجنسۍ کې په پرونۍ چاودنه کې د وژل شویو شمیر اتلسو ته لوړ شوی دی.

د ازادي راډيو خبریال وايي، چې چاودنه پرون د مولانان فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان د جمیعت علما اسلام ګوند د انتخاباتي کمپاین په غونډه کې شوې او پينځوس تنه په کې زخمیان دی.

د فرانسې خبري اژآنس وایي چې د چاودنې مسولیت پاکستاني طالبانو اخیستی دی.