افغان حکومت د ګوشتې د مسالې په اړه خپل رسمي اعتراض لیک پاکستان ته واستاوه

د افغانستان حکومت د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ کې د دوشنبې د ورځې تر نښتو وروسته خپل رسمي اعتراض لیک پاکستان ته واستاوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې سرحدي سیمه کې د نښتو د دوام پړه به د پاکستان پر غاړه وي.

افغان حکومت وايي، چې د دوشنبې پر سهار لومړۍ پاکستانی ځواکونو پر افغان لوري حمله وکړه چې په مقابل کې یې د سرحدی ځواکونو له خوا ځوابي ډزې شوې دي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا ادعا رد کړه.