بنګله دیش کې د پولیسو او سخت دریځو اسلام پالو ترمنځ خونړۍ نښتې شوي دي

د بنګله دیش په مرکز ډاکه کې نن د پولیسو او سخت دریځو اسلام پالو ترمنځ خونړۍ نښتې شوي دي.

امنیتي ځواکونو د لسګونو زرو مظاهره چیانو د خورولو لپاره اوښکي بهونکۍ ګاز او ربړي مرمۍ وکارولې.

راپورونه وايي، چې تر دې دمه په دغو شخړو کې د دوه پولیسو په ګډون اته کسان وژل شوي دي.

دغه راز په بل ښار کانچپور کې هم د شخړو پر مهال اوه تنه وژل شوي او ګڼشمیر نور ټپیان دي.

مظاهره کوونکي مقدساتو ته د سپکاوي پرضد د سخت قانون د سرغړونکي لپاره د مرګ د سزا غوښتنه کوي.

په بنګله دیش کې دا مظاهرې په داسې حال کې شوي چې دغلته د ټوکرو د جوړولو د یوې فابریکي د ودانۍ د نړیدو د پیښې د مړو شمیر ۶۵۰ ته لوړ شوی دی.