لسګونه زره کسانو پرون د فرانسې د ولسمشر فرانسوااولاند پرضد چې د کار له دورې څخه یې یوازې یوکال اوړي په پاریس کې مظاهره وکړه.
مظاهره چیانو چې شمېر یې شاوخوا دېرش زره کسانو ته رسېده پر اولاند تور ولګاوه چې د لویو شرکتونو ګټو ته د لومړیتوب ورکولو له وجې، کارګرانو ته د کړو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلی.
په فرانسه کې پرون ښي اړخو ګوندونو هم همجنس بازانو ته د واده او هغو ته د فرزندي ماشومانو د نیولو د اجازې ورکولو پرضد په جلا مظاهرو کې برخه واخیسته.
دا اعتراضونه په داسې حال کې کېږي چې د وروستیو نظرپوښتنو له مخې فرانسوااولاند هغه مشر دی چې د فرانسې په معاصر تاریخ کې ترټولو لږ محبوبیت لري.
په فرانسه کې د کمزوري اقتصاد او زیاتې وزګارتیا له وجې زیات شمېر رای ورکوونکي له حکومت څخه ناراضه دي.