د بادغیس او دایکندي ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکل شوي دي

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړاندیز او د ولسمشرکرزي په منظورۍ د بادغیس او دایکندي لپاره نوي والیان ټاکل شوي دي.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې؛ د کابل پخوانی والي احمدالله علیزی د بادغیس او د فاریاب پخوانی والي عبدالحق شفق د دایکندي د والیانوپه توګه ټاکل شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې، د بادغیس پخوانی والي محمد طاهر صبري د قومونو په چارو کې د ولسمشرکرزي د سلا کار په توګه ټاکل شوی دی.