نورستان: د افغان او طالب وسله والو ترمنځ په نښته کې ۷ تنه وژل شوي

په نورستان کې چارواکي وایي چې، د دې ولایت په برګ مټال ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې اوه تنه وژل شوي.

د نورستان د امنیې قومندانۍ مرستیال محمد فاروق آزادي راډیو ته وویل چې؛ په وژل شوو کې څلور افغان سرتیري او درې تنه وسله وال طالبان شامل دي.

ده څرګنده کړه چې، نښته وروسته له هغې وشوه چې، تیرماښام کابو دوو سوو افغان او پاکستانیو طالبانو د پولې له هغې غاړې په برګ مټال ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو حمله وکړه.

محمد فاروق وویل چې، نښتې د تیرې شپې تریوې بجې دوام وکړ او وسله وال طالبان تیښتې ته اړ شول.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.