د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې درې تنه د واورې ورېدو له امله مړه شوي دي

د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې د پرله پسې واورې د ورېدو له امله درې تنه سیمه يیز اوسیدونکي مړه شوې دي.

د واخان ولسوال ګل محمد بلوچ آزادي راډیو ته وویل چې؛ له څو ورځو راهیسې په دې ولسوالۍ کې واوره وریږي او د درملو د کموالي له امله ځینې ناروغۍ هم خپرې شوې دي.

د واخان ولسوال همدا راز وویل چې؛ د دې ولسوالۍ پنځه اوا فیصده اوسیدونکي د خوراکي موادو له کموالي سره مخامخ دي.