په پکتیکا ولایت کې د طالب وسله والو دوه قومندان وژل شوي دي

په پکتیکا کې چارواکی وايي چې؛ د وسله والو مخالفینو دوه پيژندل شوي قوماندانان وژل شوي دي.

د پکتیکا امنیه قوماندان دولت خان ځدراڼ پرون (شنبه) ازادي راډيو ته وویل چې؛ د "صابر عابد" او "صابر مهاجر" په نوم دا قوماندانان په "مټا خان" ولسوالۍ کې ووژل شول.

د پيښې دقیق وخت نه دی څرګند شوی.

د ښاغلي ځدراڼ په وینا، د وسله والو مخالفینو دې قوماندانانو په سیمه کې پر افغان او نړیوالو ځواکونو حملې تنظیمولې او د سیمې خلک يې له حکومت سره د همکارۍ په نوم ځورول.