د قرغزستان حکومت په دې هیواد کې د امریکا د پوځ د تیلو د لیږدولو د سترې الوتکې د راغورځيدو په اړه د خپلواکو تحقیقاتو اعلان وکړ.
د امریکا د پوځ (KC-135) الوتکه د جمعې په ورځ د قرغزستان د پلازمینې بشکیک په ۱۶۰ کیلومترۍ کې را وغورځیده.
پرون د قرغزستان د کورنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ چې؛ د دې الوتکې د راغورځېدو په دریو ممکنو عواملو غور کوي چې؛ کیدای شي انساني تیروتنه، تخینکي ستونزه او یا د تیلو خرابوالی وي.
د امریکا د پوځ د تیلو د ټانکرونو لیږدونکې الوتکې د مناس له هوايي اډې څخه د افغانستان په لور تر الوتو لس دقیقې وروسته سقوط وکړ.
د مناس د هوايي اډې لپاره د تیلو اکمالات د قرغزستان یو شرکت کوي.