د ناټو تر مشرۍ لاندې ايساف ځواکونه وايي چې د افغانستان په جنوب کې يې نن يوې بمي چاودنې پنځه سرتېري ووژل.
دغو ځواکونو په خپله اعلاميه کې په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
خو د امريکايي ځواکونو يوه وياند رويټرز اژانس ته ويلي، چې وژل شوي پنځه واړه سرتېري امريکايان دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې درې بريتانوي پوځيان هغه وخت ووژل شول، چې موټر يې په هلمند کې پر يوه بمي وسيله وربرابر شو.
په افغانستان کې معمولاً د سړک د غاړې بمونه افغان او بهرنيو سرتېرو ته زيات زيان اړوي.