جیمز دابنز د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی شو

د امريکا ولسمشر بارک اوباما، يو تجربه کاره ډيپلومات د افغانستان او پاکستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه معرفي کړ.

جيمز دابِنز اويا کلن دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند "پاتريک وينترل" په دې اړه په واشنګټن کې خبريالانو ته معلومات ورکړل:

”د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري په يوه اعلاميه کې وايي چې؛ د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو ته يې په ټليفوني تماس کې ويلي چې؛ جيمز ايف دابنز ومنله څو د دغو هېوادونو لپاره د امريکا د ځانګړي استازي په توګه خدمت وکړي. دى د سيمې په اړه ژور او اوږدمهاله درک لري، د امريکا د بهرنيو چارو وزير يې منندوى دى چې دا څوکۍ يې ومنله.“

دابنز تر دې مخکې د اروپا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير و؛ چې په اروپايي ټولنه کې يې د امريکا د سفير په توګه هم دنده ترسره کړې ده.