په قرغزستان کې د امریکايي الوتکې د درېیو تنو عمله وو د موندلو چارې روانې دي

په قرغزستان کې د پلټونکې ډلې له خوا د KC-135 ډوله امريکايي الوتکې د درېيو عمله وو د موندلو چارې لا هم روانې دي.

دغه الوتکه د قزاقستان پولې ته څېرمه نسکوره شوه.

د قرغزستان د اضطراري حالاتو وزير "کوبات بېګ بورونوف" پرون وويل، د الوتکې تور بکس موندل شوى، خو د درېيو عمله وو نښې نښانې يې نه دي پيدا کړي. ده پرون خبريالانو ته د پېښې صحنه تشرېح کړه:

”الوتکه پنځه- شپږ ټوټې شوې ده. يو اينجن پيدا شو، بل يې له٤٠٠ تر ٥٠٠ مترو پورې ليرې وموندل شو. د الوتکې عمده بدنه دوه پارچې شوې ده.

اوس موږ د خلکو د موندلو لپاره پلټنه کوو. دوى درې کسان دي چې لا موندل شوي نه دي. که دوى په الوتکه کې دننه وو، ښايي سوځېدلي وي، ځکه د الوتکې اوسپنه هم سوځېدلې ده“

دغه الوتکه چې له مناس هوايي اډې څخه افغانستان ته روانه شوې وه، تر روانېدو څو دقيقې وروسته نسکوره شوه. عيني شاهدان وايي الوتکه يې وليدله چې په هوا کې منفجره شوه.