بنګله دېش: د نړېدلې ودانۍ په پېښه کې د مړو شمېر تر ۵۰۰ تنو اوښتی

په بنګله دېش کې چارواکي وايي چې، د کالیو جوړولو د فابریکې د ودانۍ د نړیدو له امله د وژلو شویو شمیر تر ۵۰۰ تنو اوښتی دی.

د پلازمینې ډاکه په دېرش کیلومترۍ کې د کالیو جوړولو د پینځ کوچنیو فابریکو دا ګډه اته پوړیزه ودانۍ تیره اونۍ چپه شوه او د پيښې پر وخت درې زره کسان په کار بوخت وو.

دا په بنګله دېش کې د کالیو جوړولو د صنعت په ارتباط، چې د دې هیواد کلنیو صادراتو اتیا فیصده جوړوي، تر ټولو ناوړه پيښه وه.

د رپوټونو پر اساس په بنګله دیش کې د کالیو جوړولو د یوه کارګر میاشتنۍ تنخواه په منځني ډول ۴۰ ډالرو ته رسیږي.