وحیدي: امنیتي ځواکونه دې د پولې له پورې غاړې ډزو ته په ډزو ځواب ورکړي

د کونړ والي فضل الله وحیدي په دې ولایت کې امنیتي ځواکونو ته نن سپارښتنه وکړه؛ چې د پولې له پورې غاړې ډزو ته باید په ډزو ځواب ورکړی.

د کونړ له مختلفو ولسوالیو څخه خلک وخت ناوخت د پاکستان له خوا د راکټي حملو خبر ورکوي.

د کونړ پر سرحدي ولسواليو په دې حملو کې په ځينو مواردو کې ولسي خلکو ته تلفات اوښتي او کورونه تخریب شوي دي.

پرون د ننګرهار ګوشته ولسوالۍ ته نږدې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته وشوه؛ چې دواړو خواوو ته یې تلفات اړولي دی.