د افغانستان د کرکټ نولس کلنو سعودي عربستان ته په لسو ویکټو ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ تر نولس کلونو لږ عمره لوبغاړو نن سعودي عربستان ته په لس ويکټو ماتې ورکړه.

دغه لوبه چې د ماليزيا په مرکز کوالالامپور کې وشوه؛ لومړی بيټينګ د سعودي لوبغاړو وکړ چې؛ په ټاکلي پنځوسو اورونو کې يې د نهه لوبغاړو په سوځېدو يوسل او شپږ شپيته منډې جوړې کړې.

د دې په ځواب کې افغان لوبغاړو په دوه ديرشم اوور کې يوسل او اويا منډې وکړې او يو لوبغاړي يې هم ونه سوځيده.

د افغانستان په باولرانو کې "مسلم موسی" د مقابل لوري څلور لوبغاړي وسوځول او د "ضيا الرحمان اکبر" باولنګ د افغان ډلې لپاره ډير اغيزمن و، ده د سعودي درې لوبغاړې اوټ کړل او په لس اورونو کې يې يوازې شپاړس منډې ورکړې.

د افغانستان په بيټس مينانو کې "شاهد الله" شپږ ايتا منډې وکړې او "منګل" شپږ پنځوس.

د سعودي په لوبغاړو کې اکرم اسلم څلويښت او رفيق الاسلام پنځه دېرش منډې جوړې کړې، د دې ډلې نور لوبغاړې ژر ژر وسوځيدل.


ټاکل شوې ده، چې افغان ټيم سبا خپله دوهمه لوبه له عربي متحد اماراتو سره په کوالالامپور کې وکړي.