یوسفزی: د ګوشتې د نښتې په اړه پاکستان کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی

افغان او پاکستاني ځواکونو د چارشنبې په ماښام په ګوشتې ولسوالۍ کې د هغې سیمې پرسر چې افغانستان یې صفري سرحدي سیمه او پاکستان یې خپل قلمرو بولي نښته وکړه.

پرون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان پرضد اعتراضونه او لاریونونه وشول، دا نښته د کورنیو رسنیو ټاپ موضوع شوه او د انټرنېټ په مجازي دنیا کې په دې اړه بحثونه ډېر تاوده وو.

خو په پاکستان کې د چارواکو، عوامو، د پښتنو د ملتپالو ګوندونو او رسنیو غبرګون څه و؟

احمدتکل په دې اړه د افغانستان او پاکستان لپاره د نیوزویک مجلې د سیمه ییز دفتر د مشر "سمیع یوسفزي" نظر پوښتلی. د مرکې په پیل کې ښاغلي یوسفزي د پاکستان د حکومت غبرګون ته اشاره وکړه:

Your browser doesn’t support HTML5

له سمیع یوسفزي سره مرکه