ولسمشر حامد کرزي له متحدو ایالاتو غوښتي دي چې؛ ګوانټامو زندان وتړي.
ښاغلي کرزي پرون د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې وویل چې؛ افغان حکومت له متحدوایالاتو غوښتي چې، د دې زندان افغان بندیان خوشې کړي.
افغان ولسمشر زیاته کړه چې افغانستان د دې بندیانو د خوشې کولو لپاره له څو کلونو راهیسې د امریکا له حکومت او له ملګروملتونو سره په تماس کې دی.
د راپورونو له مخې د ګوانتانامو زندان شاوخوا ۱۶۶ بندیانو له څه مودې راپه دې خوا د نه خوړلو اعتصاب کړی. ولسمشرکرزي دې اعتصاب ته په اشارې سره غوښتنه وکړه چې د دې اعتصاب بشري اړخ باید په پام کې ونیول شي.
ولسشمربارک اوباما د جمهوري ریاست د لومړۍ دورې د انتخاباتي کمپاین ژمنه کړې وه چې ګوانتانامو زندان به وتړي.