په کابل کې د ملګروملتونو ماموریت UNAMA د افغانستان له ټولو سیاسي ډلو غوښتنه کړې چې د مطبوعاتو او بیان د آزادۍ د خوندي کولو په برخه کې لاسونه سره ورکړي.
یوناما پرون په هغه بیان کې چې د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت یې خپور کړی؛ د بیان او مطبوعاتو آزادۍ په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې له مهمو لاسته راوړنو څخه بللې او ویلي یې دي، سږکال په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره تیارۍ روانې دي؛ د مطبوعاتو آزادي، د ژورنالیستانو امنیت، معلوماتو ته د لاسرسي او د بیان حق به ترټولو بامفهمونه لارې چارې وي چې؛ په افغانستان کې د مشرتابه له ډیموکراټیک او شفاف انتقال سره مرسته کولای شي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله هرکال د مې ۳مه نېټه په نړۍ کې د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په توګه لمانځي او روان ۲۰۱۳ د دې مناسبت شلم کال دی.