د نورستان په وانت ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو یوې بې پیلوټه الوتکې هوايي حمله کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د نورستان والي تمیم نورستاني نن ازادي راډیو ته وویل، د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د وانت په امشوزو سیمه کې دا وسله وال چې یو یې قومندان او بل یې ساتونکې وو وژلي دي.
پرون هم په دې سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې د ابوسلیمان په نوم عرب وسله وال وژل شوی و.
طالبانو که څه هم د نننۍ پیښې په اړه څه نه دي ویلي خو د پرون په پیښه کې یې د عرب نه بلکې افغان وسله وال وژل کېدل تایید کړي.