افغان خبریالان وایي، چې اوس هم په کاري ډګر کې ډیرې ستونزې لري

نن جمعه د مۍ دریمه نیټه ده چې د رسنیو له نړېوالې ورځې سره برابره ده.

په افغانستان کې د خبریالانو ځینې ټولنې وایي، تیره یوه لسیزه د رسنیو د پرمختګ او د بیان د ازادي د ودې لسیزه وه او دې مسالې د خلکو په ژوند مثبت اغیز کړی دی.

دوی وایي، سره له دې چې حکومت د خبریالانو د ملاتړ لپاره لازم اقدامات نه دي کړي، خو رسنیو په تیره لسیزه کې ځان مطرح کړی دی.

افغان خبریالان وایي، چې اوس هم په کاري ډګر کې ډیرې ستونزې لري او د بیان د ازادۍ په وړاندې ځینې خنډونه موجود دي.

له خبریالانو څخه د ملاتړ ځينې ادارې په دې نظر دي چې د بیان ازادي او د رسنیو پرمختګ عام خلک بیداره کړي او د ملي مسایلو په اړه یې ډيره پوهه ورکړي ده.

د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې ریس عبدالحمید مبارز وایي، په تیره لسیزه کې د بیان ازادي د دولتي ادارو په چارو کې هم سمون رامنځ ته کړی او له فساد سره یې په مبارزه کې مهم رول لوبولی دی.

ښاغلي مبارز له ازادي راډیو سره په خبرو کې د بیان د ازادي او د رسنیو د پرمختګ ګټې داسې څرګندې کړې:

"د بیان ازادي او د رسنیو رشد، ددې سبب شوی چې د افغانستان ملت بیداره اوسي، که ګاونډیو هیوادونو زموږ په سیاست یا حریم کې مداخله کړې نو رسنیو یې په وړاندې عکس العمل ښودلی، د بیان ازادي زمونږ د ملت لپاره یو حقوقي تضمین دی."

نن جمعه د مۍ دریمه نیټه ده، چې د مطبوعاتو له نړیوالې ورځې سره سمون لري.

یونسکو یا د ملګرو ملتونو علمي،فرهنګي او روزنیزې ادارې په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د مۍ دریمه د رسنیو د نړیوالې ورځې په نوم ونوموله.

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له نسکوریدو او دولسمشر حامد کرزي د موقتې ادارې له پيلیدو سره سم ځینې شخصي رسنیو په فعالیت پیل وکړ او په تیرو یوولسو کلونو کې یې د پام وړ پرمختګ وکړ.

عام خلک وایي چې رسنیو او د بیان ازادي د دوی په ژوند مثبت اغیز کړی خو حکومت کله ناکله د بیان ازادي له فرصتونو څخه لازمه ګټه نده اخیستې.

د کابل څوتنو اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل، چې د رسنیو زیاتیدو او د بیان ازادي خلک باجرته کړي او کولای شي د خپلو ستونزو د هواري په مقصد غږونه اوچت کړي:

"۱ نوم مې شفیق دی، ازادي بیان په دې تیرو لسو کلونو کې ډیر پرمختګ کړی دی، خو باید دست آورد ولري، یوشی په مطبوعاتو کې ویل کېږي خو بیا تعقیبیږي نه.

۲ زما نوم غلام دستګیر، لسیزه مخکې چې تبلیغاتي جنبه یعنې راډیو او تلویزیون نه وو، خلکو عامه آګاهي نه درلوده، اوس خلک له رسنیو نه ډیره مسایل زده کوي، په ولس او هیواد یې مثبت اغیز کړی، خلک هم دا جرت لري چې منفي یا مثبت شی اعلان کړي.

۳ زما نوم عبدالله، په تیرو لسو کلونو کې د بیان ازادي د حکومت لاسته راوړنه وه، اوس خلک کولای شي خپل غږ په ازاده توګه پورته کړي او په ازاده انتقاد وکړي."


فریډم هاوس سازمان هم د تیرې چهارشنبې په ورځ په خپل یوه راپور کې چې په واشنګتن کې خپور شو وویل، افغانستان د رسنیو د ازادي په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی.

د فریډم هوس په دې راپور کې راغلي، په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په افغانستان کې د دولتي چارواکو له خوا د رسنیو سانسور کم وو او په دې کال کې خصوصي رسنیو نوره وده هم وکړه.

خو افغان خبریالان وایي، چې د رسنیو له ښه پرمختګ سره سره اوس هم په کاري ډګر کې ستونزې لري.

د طلوع تلویزیون خبریال ذبیح الله جهانمل اود شمشاد ټلویزیون خبریال حامد مایار د خبریالانو د ستونزو په اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"۱ سره له دې چې په افغانستان کې د بیان د ازادي خبرې کېږي، اما تاسو ته معلومات شته چې دا اوس مونږ له څومره ستونزو سره مخ یو، لویه ستونزه نا امني، په حکومتي چارواکو کې عدم احترام ژورنالستانو ته او د کره معلوماتو نه ورکول.

۲ څومره چې دولت په دې برخه کې ځان بریالی بولي او د بیان ازادي لاسته راوړنه بولي، خو تردې حده زه د بیان ازادي نه احساسوم، بیلابیل مشکلات دي، په اومه ناحیه کې چې نجونې مسمومې شوې وې، عجیبه وه، ما د حوزې له امر سره تماس ونیوه، هغه راته وویل، تاسو مونږ ته مزاحم یی، مونږ پریږدی چې خپل کار وکړو."


خبریالان وایي، کله چې دوی د امنیتي پیښو د پوښښ لپاره سیمې ته ځي نو امنیتي مسولین کله نا کاله ورسره ناوړه چلند کوي او حتی په وهل ټکولو یې هم صرفه نه کوي.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، دوی ترخپلې وسې هڅه کړې چې د خبریالانو له حقونو او د بیان له ازادۍ څخه دفاع وکړي.

ددې وزارت سلاکار جلال نوراني وایي، ډیر ژر به معلوماتو ته د لاس رسي قانون هم بشپړ شي او له دې سره به د رسنیو بهیر نور هم پیاوړی شي:

"د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ترخپلې وسې هڅه کړې، چې د بیان له ازادي او د خبریالانو له حقوقو دفاع وکړي.

موږ به معلوماتو ته د لاس رسي لازم قوانین هم جوړ کړو چې دا مهال کار پرې روان دی.

موږ چې د رسنیو دنړیوالې ورځې په بهیر کې واقع یو، انشاالله چې یو ښه نشراتي او اطلاعاتي نظام به ولرو."


ددې وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په هیواد کې پنځوس ټلویزیونونه، یوسل او پنځوس راډیو ګانې او څه باندي زر چاپي رسنۍ فعالیت کوي.

که د رسنیو دې شمیر ته وکتل شي نو د افغانستان په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کېږي.

خو باید وویل شي چې په دغو کې داسې رسنۍ هم شته چې په ګوندونو پورې اړه لري او د ځینو خپرونې یې هم په معیاري ډول نه وي.

بل خوا د افغانستان په یو شمیر سیموکې ناامني او وسلوال مخالفت هم یوه له هغو اساسي ستونزو څخه بلل کېږي چې د رسنیو او خبریالانو د پرمختګ په لار کې یې خنډونه رامنځ ته کړي.

راپور: اسدالله لودین کابل