په ننګرهارکې په زرګونو خلکو چې له پاکستانیو ځواکونو سره د وژل شوي افغان پولیس جنازه یې انتقالوله د پاکستان پر ضد مظاهره وکړه.
په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال وايي، مظاهره کونکو نن په داسې حال کې د وژل شوي افغان سرحدي پولیس جنازه وړله، چې د سړک غاړو ته په سلګونه خلک د ګلانو له ګیډیو سره ولاړ وو او د پاکستان پر ضد یې شعارونه ورکول.
افغان چارواکي وايي، چې تیره شپه د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني سرتیرو ترمنځ په نښته کې یو سرحدي پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي. دوی وايي پاکستاني لوري ته تر دې ډير تلفات اوښتي خو دقیق شمیر یې نه دی څرګند.
د ننګرهار سیمه یېز چارواکي وايي، چې د دې نښتې په نتیجه کې افغان ځواکونو د ډیورنډ پر کرښې د پاکستان له خوا نوې جوړه شوې دروازه او پوستې له منځه وړي.