يوه ښکاري راته ویل، ښه ښکاري هغه دی، چې ښکار وپيژني او د ښکار وخت وپيژني، وخت نا وخت یا د وړو مرغانو او ځينو ژویو ښکار کول د هغوی نسل له منځه وړي.
په نننۍ تاندې څانګې کې راسره ځینې داسې ځوان ښکاریان هم غږیدلي، چې د مرغانو د نسل ګیرۍ او بچیو وخت پيژني او داسې هم چې یوازې د ښکار له غوښې سره یې کار دی. نه ووړ ګوري نه زوړ بس ولي یې.
په سپرلي کې د هر چا زړه هوس کوي، د ګلونو له غوړیدو سره زړونه هم غوړيږي او د مرغانو خواږه غږونه داسې یوه موسیقي جوړوي، چې خوند یې په سندرو کې نه پيدا کیږي.
زړونه دي، څوک به د مرغۍ له غږه خوند اخلي او څوک یې له غوښې. هدف مو ښکار دی همځولو.
ښکار له پخوا زمانو رواج دی، څوک د مرغانو ښکار کوي، څوک د هوسیو، سویو او ځینو نورو ژویو، څوک یې په ټوپک ولي، څوک یې په غولکه ولي او څوک یې په جال کې نیسي.
که ریښتیا درته ووایم، نو چرګه هم نه رانه حلالیږي او قصابان چې کوم څاروی حلالوي پټ ترې تیریږم، خو ښکار او حلاله هم هرڅوک نشي کولی، ښايي د ښکاریانو زړونه به غټ او کلک وي، یو ځوان جان آغا وايي، چې د ښکار کولو په وخت څوک نه د مارغه د بچیو په غم کې وي او نه یې د هګیو، بس له خپل شوق او ښکار سره یې کار وي.
خو ګلاجان ځان مسلکي ښکاري بولي، هغه وايي، چې ښکار خپل وخت لري، باید هيڅوک هم بې وخته ښکار ونه کړي، هغه خپله هم د مرغیو د بچیو او هګیو یاني نسل ګیرۍ وخت پيژني او ښکار نه کوي، وايي چې وبال لري او نسل یې له منځه ځي.
بشیر په کابل کې د ښکاري ټوپکو دوکان لري، دی د ځینو ښکاري ټوپکو په اړه مالومات راکوي او دا هم وايي، چې ښکار خپل وخت لري او باید داسې څه ښکار کړای شي، چې له غوښې یې ګټه واخيستلی شي، نه دا چې هر څه په مخه ورشي ښکار یې کړي.
اوس مو نو که ښکار کاوه، دا خبره له یاده مه باسئ، ښايي هغه مرغۍ چې تاسې یې ښکاروئ، په خپله ځاله کې یې څو واړه بچي په دې تمه وي، چې مور به یې یو څه خواړه ورته راوړي، خو خبر به نه وي، چې هغه پخپله خوړل شوې. نو ښه ده، چې د ښکار وخت وپيژندل شي.
د ځوانانو راډیو:
هر څه پخپل وخت خوند کوي او له وخته چې چا ګټه اخیستې بریالیتوب یې په برخه شوی. زموږ تاندې څانګې خپرونې په څېر به ښايي تاسې د ځوانانو ګڼې خپرونې اوریدلي وي، د ځوانانو ټولنو او روزنيزو مرکزونو په اړه به مو اوریدلي وي، چې له ورځې تر بلې نوې ټولنې رامنځ ته کیږي، د ځوانانو حرکتونه رامنځ ته کیږي او ځوانان هم له نیکه مرغه لګیا دي، د پخوا په پرتله یې د لیک لوست، لوبو، سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولینزه برخه کې هم ګڼې لاس ته راوړنې درلودلي.
اوس افغانې نجونې هم تر هلکانو وروسته پاتې ندي، که کله په کانکور کې تر ټولو لوړې نمرې اخلي، نو کله یې بیا د لوبو له میدانه هم د سرو زرو هار په غاړه کې راوړی. په دې وروستیو کې د ژورنالیزم یا خبریالۍ په برخه کې هم چټکې روانې دي.