یوې زلزلې په کشمیر کې د پاکستان او هند سره شمالي پولي ولړزولې، د متحد ایالاتو د جیولوژي د سروي له مخې د دې زلزلې شدت د ریختر په کچه پینځه اعشاره اوه وو.
راپور وايي، چې د زلزلې ټکانونو د هند په پایتخت نوي ډیلي کې هم ودانۍ لړزولي دي.
د زلزلې ټکانونه په پاکستان کې د اسلام اباد په دوه سوه کېلومتري واټن کې هم احساس شوي دي.
تر اوسه د زلزلې د زیانونو په اړه راپور نشته. تیره میاشت یوې سختې زلزلې چې مرکز یې په ایران کې وو څه باندې دیرش تنه په پاکستان کې مړه کړل او په سلګونو کورونه یې ونړول.