د امریکا ولسمشر یو ځل بیا د ګوانتنامو زندان د تړولو په اړه خپله ژمنه تازه کړه.
باراک اوباما دا ژمنه په داسې حال کې کړې، چې شاخوا سل زندانیانو په ګوانتنامو زندان کې د نه خوړولو اعتصاب کړی او امریکايي ځواکونو پر یو شمیر اعتصاب کونکو په زوره ډوډۍ خوړلې ده.
ولسمشر اوباما د امریکايي ځواکونو له دې کار دفاع وکړه او وویل، چې هغه نه غواړي کوم څوک په دې زندان کې مړ شي
.
د بخښنې نړیوال سازمان د ګوانتنامو زندان د تړلو په اړه د ولسمشر اوباما د تازه ژمنې په اړه ویلي چې پکار دی په دې برخه کې خبرې نه بلکه عملي کار وشي.
ګوانتنامو زندان په دوه زره دوهم میلادي کال کې د بهرنیو مشکوکو ترهګرو د ساتلو لپاره جوړ شوې وو. دا مهال په ګوانتنامو زندان کې ۱۶۶ کسان بند دي.