په کابل کې د سلطان راضیې په نامه د نجونو د یوه ښوونځي یو شمیر زده کوونکي مسموم شوي

په کابل ښار کې د سلطان راضیې په نامه د نجونو د یوه ښونځي یو شمیر زده کونکي او ښوونکي نن سهار مسموم شوي دي.

د دې ښونځي یوه ښوونکي ازادي راډيو ته وویل چې، د ښوونځي په درېیم پوړ کې زهر جن مواد پاشل شوي وه.

د پوهنې وزارت بیا وایې، چې دا د مسمومیت یوه مشکوکه پيښه ده او زیاتوي چې د پيښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره یې ښونځي ته یو پلاوی لیږلی دی.

بل لور ته د استقلال روغتون یوه ډاکتر ازادي راډیو ته وویل، چې دوی ته له ښوونځي څخه ۳۹ تنه مسموم زده کوونکي ور وړل شوي، چې د ډیرو حالت یې اوس نورمال دی.

د سلطان راضیې ښونځی د کابل ښار په اوومه ناحیه د چهلستون په سیمه کې موقعیت لري.

له دې وړاندي هم په یو شمیر ولایتونو کې د ښونځیولسګونه زده کونکي مسموم شوي دي خو په تړاو یې څوک یا کومه ډله نده نیول شوې.