"د کېاني رالېږلي وسله وال به ماتې وخوري"

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو د بېلابېلو موضوګانو ترڅنګ په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له خوا د پسرلني عملیاتو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

ملي باور خپلواکې ورځپاڼې لیکلي دي، وسله والو طالبانو له خوا پسرلني عملیات د اسلام اباد په اشاره پېل شوي دي.

ورځپانه د یوه افغان چارواکي له خولې، چې نوم یې نه ده اخیستل شوی لیکي د بروکسل په غونډه کې د پاکستان د پوځ مشر ویلي وو، چې په افغانستان کې د جنګ فصل پیلېدونکی دی.

د یادې ورځپانې سرمقاله لیکوونکې پوښتنه کوي، د پاکستان فشارونه ولې زیات شوي دي؟

د لیکوال د معلوماتو له مخې په دې وروستیو کې چې له افغانستان څخه نړېوال ځواکونه وځي، په روان کال کې سترې چارې پرمخ کې لري او زیرکو سیاستونو ته اړتیا ده.

د سرمقالې د لیکوال په اند پاکستان پر افغان لوري باندې خپل فشارونه زیاتوي، سره له دې، چې افغان دولت له دې هېواد څخه په ډیرو برخو کې د مرستو غوښتنه کوي.

خدمتګار خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي د کېاني رالېږلي وسله وال به ماتې وخوري.

ورځپاڼه د یوې نوم پټې سرچینې له خولې لیکلي، د دولت مخالفانو د خالد بن ولید په نوم د عملیاتو اعلان د کېاني له ګواښه درې ورځې وروسته وکړ او کېدای شي د کېاني د ګواښ نتیجه وي.

ورځپاڼه د عیني شاهدانو له خولې لیکلي دي، له تېرې یوې اونۍ راهیسې د چترال له ګرم چشمه سیې څخه د پاکستان د سرحدي ځواکونو په ملتیا د شاه سلیم په لوري د پاکستاني طالبانو کاروان، چې پیک اپ او جیپ موټرونه ورسره دي، په حرکت کې دي.

د خدمتګار په سرمقاله کې راغلي دي د طالبانو په جګړه کې د پاکستان نېغه ښکېلتیا به طالبان له بشپړې ماتې سره مخ کړي.

د لیکوال په اند د طالبانو په لیکو کې د پاکستاني او نورو بهرنیو طالبانو په ور ګډېدو سره په ولس کې به دطالبانو پرضد کېنه وپاریږي او د دوی د سختې ماتې سبب به شی.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې تر دې وړاندې هم په ځینو ولایتونو او سیمو کې د طالبانو په وړاندې ولسي پاڅونونه شوي دي او د طالبانو په لیکو کې به د پاکستانیو طالبانو شتوالی، دغه پاڅونونه د دوي په وړاندې نورو سیمو ته هم پراخ کړي او کېدای شي د طالبانو پر ضد ملي پاڅون رامنځته او د دوي وروستۍ ماتې ورسره یقیني شي.

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي پاکستان په هېڅ صورت له خپل ضدیته نه اوړي او نه به هم له افغانستان پرکړیو ژمنو عمل وکړي.

لیکوال امریکا او ناټو ته وړاندیز کوي چې په پاکستان کې د راټولې شوې ترهګرۍ او اورپکۍ مخنیوی په خپل وخت وکړي،چې دسیمې او نړۍ دنا امنیو او پرمهمو هدفونو دبریدونو لپاره بریالي نه شي.

بلې دولتي ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې لیکلي تیری نه کوو خوتیري کوونکو ته به تاریخي ځواب ووایو.

چمتوونکوونکې: رحمت الله افغان